Skip to content
Fursaat
JobsProduction and stock manager

Production and stock manager

Kakar Carton Production & Packaging CoSource: ACBAR

Kabul - Kabul Industrial Area, Kabul, Afghanistan Posted Aug 30, 2026
View original job

Job Description

Job Summary

د دندې موخه

د تولید او ګودام سپروایزر د شرکت د ورځنیو تولیدي فعالیتونو او ګودام د چارو د څارنی، تنظیم، او مدیریت مسؤلیت لري، څو تولید په اغېزمنه توګه ترسره شي، د موادو او محصولاتو ذخیره په سمه توګه مدیریت شي، فرمایشونه پر وخت بشپړ شي، او د کیفیت، خوندیتوب او د شرکت د مقرراتو رعایت یقیني شي. نوموړی د تولید د کچې لوړولو، د ضایعاتو کمولو او د عملیاتي لګښتونو د راکمولو په برخه کې مهم رول لري.

Job Requirements

اصلي مسؤلیتونه

الف – د تولید مدیریت

  • د ورځنیو تولیدي فعالیتونو څارنه او مدیریت، ترڅو ټاکل شوي تولیدي اهداف ترلاسه شي.
  • د تولیدي بهیرونو دوامداره څارنه، د مؤثریت لوړول او د ماشینونو د درېدو وخت کمول.
  • د ماشین چلوونکو سره همغږي کول، ترڅو ماشینونه په اعظمي ظرفیت وکارول شي.
  • ډاډ ترلاسه کول چې ټول فرمایشونه د مشتریانو د غوښتنو او مشخصاتو مطابق بشپړ شوي وي.
  • د خامو موادو د مصرف څارنه او د ضایعاتو کمول.
  • د تولید شویو محصولاتو کیفیت ارزول مخکې له دې چې ګودام ته انتقال شي.
  • د ماشینونو د ترمیم او ساتنې اړتیاوې د اداری سره همغږي کول.
  • د شرکت د معیاري کاري طرزالعملونو رعایت یقیني کول.
  • د تولید د فعالیتونو تحلیل او د ښه والي لپاره وړاندیزونه وړاندې کول.
  • د تولید اړوند راپورونه او اسناد ترتیب او ساتل.

 

ب – د ګودام مدیریت

  • د خامو موادو او بشپړو محصولاتو د ترلاسه کولو، ذخیره کولو او توزیع څارنه.
  • د موجودي اجناسو یا خامو موادودقیق ثبت او ساتنه.
  • د ورځني، اوونیز او میاشتني موجودي شمېرنه او تصدیق.
  • د ګودام منظم ترتیب، څو مواد په اسانۍ سره پیدا او انتقال شي.
  • د ټولو موادو او محصولاتو مناسب لیبل او پېژندنه یقیني کول.
  • د موجودي کچې څارنه او د بیا پېرود اړتیا په وخت مدیریت ته راپور ورکول.
  • د موادو د ضایع کېدو، خرابېدو او ورک کېدو مخنیوی.
  • د بارولو او ښکته کولو چارو څارنه.
  • د ګودام ټولو اسنادو او ثبتونو دقت یقیني کول.
  • د بشپړو محصولاتو موجودي څارنه.
  • مدیریت ته د موجودي راپورونه وړاندې کول.

 

د – د کیفیت کنټرول

  • د تولید د کیفیت معیارونو رعایت یقیني کول.
  • د تولید نیمګړتیاوې تشخیص او د اصلاح اقدامات ترسره کول.
  • د کیفیت کنټرول لپاره اداری سره همغږي.
  • ډاډ ترلاسه کول چې ټول تولیدات د مشتریانو د غوښتنو مطابق وي.
  • د خرابو او رد شویو محصولاتو کچه کمول.

 

هـ – د کارکوونکو مدیریت

  • د تولید کارکوونکو، ماشین چلوونکو، مرستندویانو او د ګودام د کارکوونکو مستقیمه څارنه.
  • د ورځنیو دندو وېش او د کار د پرمختګ څارنه.
  • نویو کارکوونکو ته د کار، خوندیتوب او د شرکت د طرزالعملونو روزنه ورکول.
  • د کارکوونکو نظم، انضباط او تولیدي وړتیا ساتل.
  • د حاضرۍ او اضافي وخت  ثبتول.
  • د کارکوونکو د فعالیت ارزونه او د پرمختګ وړاندیزونه وړاندې کول.

 

و – روغتیا، خوندیتوب او نظم

  • د کار ځای د خوندیتوب اصولو او مقرراتو عملي کول.
  • د تولید او ګودام ساحو پاکوالی او منظم ساتل.
  • د پېښو او خطرونو سمدستي راپور ورکول.
  • د موادو خوندي انتقال او ذخیره یقیني کول.

 

ز – راپور ورکول

لاندې راپورونه چمتو او مدیریت ته سپارل:

  • د ورځني تولید راپور
  • د ګودام د موجودي راپور
  • د خامو موادو د مصرف راپور
  • د ماشینونو د درېدو راپور

 

شخصي وړتیاوې

  • قوي رهبري
  • امانتداري او مسؤلیت منل
  • د جزئیاتو دقیق پام
  • د پرېکړې کولو وړتیا
  • د فشار لاندې د کار کولو وړتیا
  • منظم او پلان لرونکی شخصیت
  • تحلیلي فکر
  • د دوامدار پرمختګ روحیه
  • د مشتریانو رضایت ته ژمنتیا

 

د کار شرایط

  • د فابریکې او ګودام چاپېریال کې کار.
  • د اوږدې مودې لپاره ولاړ او ګرځېدونکی کار.
  • د اړتیا په صورت کې اضافي کاري وخت.
  • د ماشینونو، او شور سره د کار چاپېریال.

 

د مسلکي چلند اصول

د تولید او ګودام سرپرست مکلف دی چې:

  • د شرکت ټول معلومات محرم وساتي.
  • د شرکت شتمنۍ او موجودي خوندي وساتي.
  • د شرکت ټول قوانین، پالیسۍ او طرزالعملونه مراعات کړي.
  • صداقت، امانتداري او مسلکي اخلاق وساتي.
  • د ټیم کار او دوامداره پرمختګ ملاتړ وکړي.
  • د لوړ کیفیت چاپي او بسته بندۍ محصولاتو د وړاندې کولو په موخه د شرکت له اهدافو سره ژمنتیا ولري.

External application

How to apply

Follow the organization’s instructions below. Fursaat does not collect an application for this ACBAR vacancy.

Send your CV to info@kakarpress.com

View original job on ACBAR