Skip to content
Fursaat
Jobsد څېړنیز مرکز مسؤل

د څېړنیز مرکز مسؤل

Spinghar University (Nangarhar)Source: ACBAR

Nangarhar, Afghanistan Posted Aug 18, 2026
View original job

Job Description

Job Summary

د بست د دندو لایحه:

1.       د کلني کاري پلان ترتیب او تطبیقول

2.       د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه جوړول، د څېړنو او علمي مجلو معاونیت ته يې د کتنې او تائید په موخه استول.

3.       د کاري پلان د تطبیق ربعوار او کلني راپورونه د تائید وروسته اړوند خواوو سره رسمًا شریکول.

4.       د لابراتواري موادو او تجهیزاتو په ګډون د څېړنیز مرکز د پاکوالي څخه ډاډ حاصلول.

5.       په څېړنيز مرکز کې د ترسره کېدونکو څېړنو په عملي او تطبیقاتي چارو کې له څېړونکو سره  همکاري کول.

6.       په څېړنیز مرکز کې د څېړنو ترسره کولو څخه وړاندې د اړینو/ټولو تجهيزاتو برابرول، تعقيم کول او لېست کول.

7.       په څېړنيز مرکز کې د څېړنې ترسره کولو لپاره د اړتیا وړ تجهيزاتو او موادو په پېرلو کې مرسته کول.

8.       په څېړنیز مرکز کې د پروتوکولونو او پروسیجرونو د تطبيق کولو سربېره، د څېړنيز مرکز خونديتوب او ساتنې ته پام کول.

9.       په څېړنيز مرکز کې د تجربوي څېړنو تجهيزات او اکمالات برابرول. 

10.    په څېړنيز مرکز کې د موجودو تجهيزاتو او موادو د شمېر او کیفیت څخه د ډاډ لپاره په ربعوار ډول څارنه ترسره کول او لېست یې ترتیبول.

11.    په څېړنيز مرکز کې د بيړنې حالت رامنځته کېدو په صورت کې غوره او عاجل ډول اقدامات ترسره کول.

12.    په څېړنيز مرکز کې د شته تجهيزاتو او وسايلو د کارونې لارښود ترتیبول او تطبیق ته يې پاملرنه کول.

13.    د اړتیا په صورت کې د څېړنيز مرکز څخه د ګټه اخیستونکو د لېست او ثبت کتاب ترتیبول او د هرې اونۍ راپور يې د څېړنې او علمي مجلو معاونیت سره شريکول.

14.    په څېړنيز مرکز کې د ترسره شويو تحقيقي پروژو/څېړنو راپورونه ترتیبول او د مستقیم آمر د کتنې او تائید وروسته يې اړوند خواوو سره شریکول.

15.    د محصلينو د تطبيقاتو برخه کې د لابراتوارونو آمریت سره د مستقیم آمر په همغږۍ همکاري کول.

16.    د څېړنيز مرکز څخه د ګټې اخیستنې طرزالعمل جوړول او تطبيقول.

17.    د لابراتوارونو آمریت په غوښتنه او د مستقیم آمر سره په همغږۍ په څېړنیز مرکز کې، محصلینو ته په تطبیقاتو اجرأ کولو کې همکاري کول.

18.    په څېړنیز مرکز کې د اجرأ شویو لابراتواري معایناتو راپور په مياشتني ډول څېړنې او علمي مجلو معاونیت ته سپارل.

19.    د څېړنيز مرکز د وسايلو د ترميم، ساتنې او پراختيا په موخه پلانونه ترتيبول او له تائيد وروسته تطبيقول.

20.    د څېړنو او علمي مجلو مرستیال، پوهنځیو، څانګو او اړوندو کمېټو سره په څېړنیزو چارو کي همغږي کول.

21.    د علمي څېړنو، د اخلاقي اصولو، علمي صداقت او اړوندو پوهنتوني مقرراتو رعایت او تطبیق ته پاملرنه کول.

22.    د استادانو او محصلینو لپاره د مناسبو څېړنیزو موضوعاتو، Research Areas او Research Problems په ټاکلو کې علمي لارښوونه او همکاري کول.

23.    د پوهنتون د پالېسیو او طرزالعملونو پر اساس په پوهنځیو کې د څېړنې میتودولوژي یا نورو اړوندو مضامینو تدریس کول.

24.    د څېړنې میتودولوژي مضمون عملي او نظري تدریس لپاره د معیاري درسي موادو، لکچرنوټونو او نورو علمي منابعو چمتو کول

25.    نورې هغه کړنې چې د څېړنې او علمي مجلو مرستیال له لوري ورته سپارل کيږي ترسره کول.

Job Requirements

د دندې شرایط:

 تحصيل کچه او کاري تجربه

1.       نوماند باید لږ تر لږه د طبي ټکنالوژي پوهنځي څخه د ليسانس يا معالجوي طب څخه د ايم ډي دورې د فراغت تائيد شوي اسناد ولري.

2.       د تحصيلي دورې په جريان کې بايد لږ تر لږه د (۸۰) سلنه نمرو لرونکی وي او په ټوله تحصيلي دوره کې له دوه مضامينو څخه په ډېرو مضامينو کې چانس شوی نه وي.

3.       لږ تر لږه په ملي/بهرنۍ ژبه درې ملي/نړۍوالې چاپ شوې (مطبوع) مقالې ولري

4.       د علمي څېړنو په برخه کې د عملي روزنې ترلاسه کولو شواهد ولري.

کاري اصول:

1.      د څیړنیز مرکز کې د کار پر مهال خپل صحت ته ځانګړې پاملرنه کول.

2.      په څیړنیز مرکز کې د کار پر مهال د تجهیزاتو په کارونه کې پوره دقت او غور کول.

3.      پر ټاکلو وختونو کې دندې ته حاضرېدل او تر ټاکلي وخت پورې خپل مسؤليتونه ترسره کول.

4.      د څیړنیز مرکز ټول  اصول رعايت کول.

External application

How to apply

Follow the organization’s instructions below. Fursaat does not collect an application for this ACBAR vacancy.

سپين غر پوهنتون (ننګرهار) یو تن ته) د څیړنیز مرکز مسؤل) په توګه  اړتيا لري. په شرایطو برابر نوماندان چې د شارت لېست شرايط پوره کولای شي او په اړوند برخو کې کاري تجربه ولري، خپله سي وي، د تابعيت الکترونيکي تذکره او تحصيلي سندونه د روان ۱۴۰۵ لمریز کال سنبلې میاشتې تر۱۰ مې نېټې پورې لاندې برېښناليک له لارې سپين غر پوهنتون ته واستوي یا دې د پوهنتون کارکوونکو چارو آمریت ته په حضوري توګه وسپاري

.نوماندان دې د نوملیکنې فورم د لاندې لینک څخه ترلاسه کړي او خپل ټول معلومات دې په کې ولیکي او دایمیل له لارې دې له نورو غوښتل شویو اسنادو سره یوځای راولیږي

https://www.spingharuniversity.edu.af/HR/JOB%20APPLICATION%20-%20SU-NGR.pdf

View original job on ACBAR

Similar Jobs

Project Manager/Team Leader

Afghanistan Relief & Sustainable Development Organization (ARSDO)ACBAR

Oruzgan, Zabul, Afghanistan Sep 01, 2026

The Project Manager / Team Leader will be responsible for the overall management, coordination, and implementation of development projects, with a focus on disaster risk reduction, infrastructure, environmental management, and rural development. The role requires strong leadership, planning, and communication skills to ensure effective project delivery in challenging environments.

Part Time

Attractive

1 position

View

Civil Engineer / Infrastructure

Afghanistan Relief & Sustainable Development Organization (ARSDO)ACBAR

Oruzgan, Zabul, Afghanistan Sep 01, 2026

The Infrastructure / Civil Engineer will be responsible for the design, supervision, and quality assurance of infrastructure projects, particularly in rural and disaster‑prone areas. The role requires technical expertise in civil engineering and water resource management, with a focus on community‑based construction and sustainable development.

Full Time

Attractive

2 positions

View

Finance and Administration Officer

Afghanistan Relief & Sustainable Development Organization (ARSDO)ACBAR

Oruzgan, Zabul, Afghanistan Sep 01, 2026

The Finance and Administration Officer will be responsible for managing financial operations, administrative functions, and ensuring compliance with donor and organizational procedures. The role requires strong expertise in budgeting, financial reporting, procurement support, and logistics management to ensure transparency, accountability, and efficiency in project implementation.

Full Time

Attractive

1 position

View

Community Mobilizer

Afghanistan Relief & Sustainable Development Organization (ARSDO)ACBAR

Oruzgan, Zabul, Afghanistan Sep 01, 2026

The Community Mobilizer will be responsible for engaging local communities, facilitating participatory development processes, and strengthening collaboration with community development councils (CDCs) and local stakeholders. The role emphasizes community consultations, awareness campaigns, and participatory planning to ensure inclusive and sustainable development outcomes.

Full Time

Attractive

2 positions

View